پاکستاني الوتکو د افغانستان په دریو ولایتونو کي هوايي بریدونه کړي

‏راپورونه وایي، تېره شپه (یک شنبه) شاوخوا درې بجې پاکستاني جیټ الوتکو په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کي ځیني اهداف په نښه کړي.
‏د پاکستان په پوځ پوري اړوند ټولنیزو رسنیو دغه بریدونه د ټي ټي پي پر مرکزونو یاد کړي خو ویل کیږي چي په دې بریدونو کي عامو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د معلوماتو له مخي دغه هوايي بریدونه تر ډېره د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په دریو سیمو کي د دوو الوتکو له خوا سوي.
د دغه بریدونو په اړه تر اوسه اسلامي امارت کوم رسمي غبرګون نه دی ښوولی خو په ټولنیزو رسنیو کی ځينو پاڼو لیکلي چي دفاع وزارت ته د ځوابي برید امر سوی.
په ټولنیزو رسنیو کي دې بریدونو غبرګونونه راپورته کړي او دا یې د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره مستقیم تېری بللی چي باید افغانان یې سخت ځواب ورکړي.
له دې وړاندي هم پاکستاني الوتکو د افغانستان په ځينو ولایتونو کي دې ته ورته بریدونه تر سره کړي.