تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) په خپره سوي اعلامیه کي ویلي دی، چي دغه ډلي د پاکستان خېبرپښتونخوا په بېلابېلو ساحو کي د بريدو پر مهال اووه پاکستاني پوځیان وژلي او دوه تنه نور ئې زخمیان کړي دي.
هغوي وایي چي د پاکستاني پوځیانو یو شمېر وسلې تجهیزات او تاسیسات ئې ویجاړ کړي دي.
په اعلامیه کی راغلي، چي دغه بریدونه د اپرېل په ۲۲مه د ټانک، شمالي وزیرستان، بنو، خېبر، لکي مروت او ملاکنډ په شمول په نهو بېلابېلو سیمو کي ترسره سوي دي.