د پاکستان څخه يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه هيواد د بنو په بکاخېلو کښي يو کس پاکستاني ط..البانو ته د ډوډۍ د نه ورکولو له امله پاکستاني ط..البانو وژلی دئ.
ځایي کسان وایي چي سمندر خان چي د بنو د بکاخېلو اوسیدونکی وو، د تېرو دوو مياشتو راهيسي ئې پاکستاني ط..البانو ته ډوډۍ ورکول خو تېره ورځ ئې انکار ورڅخه کړی دئ او ط..البانو ته ئې ویلي دي، چي ستاسو له امله ئې کور او کلی ورانيږي او د پاکستان پوځ ورباندي بمبار کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي ط..البان ورڅخه تللي خو تېره شپه ناوخته بیرته د سمندر خان کور ته ورغلي او هغه ئې د کور څخه ايستلی او وژلی دئ.