د پاکستانیانو د ادعا سره سم نن د اګسټ ۱۴مه د هغوی د آزادۍ ورځ ده ، چي دا ورځ د حکومتي چارواکو سره سره د پاکستان هغه مشهور عالمان هم لمانځي چي په افغانستان کي یې جمهوریت ناروا ګڼئ او د افغان حکومت ضد د جهاد فتواوي یې ورکولې .
د پاکستان عالمان په داسي حال کي د ازادۍ ورځ لمانځي چي د پښتونخوا او بلوچستان ولسي خلګ هره ورځ د پاکستان پوځ د بمبارۍ قربانیان وي ، او هره ورځ په یوه او بله بهانه شکنجه او زنداني کېږي .
د پاکستان عالمان یوازي دا نه چي د پاکستان پوځ او حکومت د ظلمونو او غیر اسلامي کارونو ضد ږغ نه پورته کوي بلکه د ازادۍ او ځیني نوري ملي ورځي هم ورسره لمانځي .
د یادوني وړ ده چي د پاکستان اسلامي جمهوريت څو ورځي مخکي د پاکستان په ځینو سیمو کي د شرابو چيښلو رسمي اجازه ورکړې ، خو دیني عالمان یې لا تر اوسه په دې اړه خاموش دي