ځایي سرچینې وایي، چې پاکستاني لوري نن چهارشنبه د پلي افغانانو پرمخ د تورخم دروازه تړلې او هیڅ وېزه لرونکي کس ته د تګ اجازه نه ورکوي.
د ننګرهار ولايت چارواکي بیا وايي، د پاکستان له خوا تورخم دروازه د ايټياې (ETA) ویزهلرونکو افغانانو پرمخ وتړل سوې ده.
ايټياې ETA ویزه پاکستان په انلاین ډول ناروغانو ته ورکوي او بیا پاکستان ته د تګ پر مهال هر کس د اړوندو اسنادو په درلودو د قانوني تګ اجازه لري.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صدیقالله قریشي رسنیو ته ویلي، پاکستاني لوری پاکستاني هیڅ ویزهلرونکي افغان ته اجازه نه ورکوي چي د تورخم پر دروازه هغه غاړي ولاړ سي.
د مسوولینو په وینا، د نورو عادي ویزو لرونکو او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ پر مخ دروازه خلاص ده.
پاکستاني لوري د دغه کار لامل تر اوسه نه دی په ډاګه کړی چي ولي ايټياې (ETA) ویزهلرونکو افغانانو ته اجازه نه ورکوي.