پاکستاني لوري د شنبي په سهار یو ځل بیا د تورخم دراوزه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده

ځيني سرچيني وايي، پاکستاني ملېشو د کرښي هاخوا د کډوالو خلاف سخت عمليات پيل کړي او تر نيولو وروسته يې ننګرهار ته را اړوي او له همدې امله يې لار هم تړلې ده.
که څه هم په رسمي ډول چارواکو تر دې مهال څه نه دي ویلي خو امکان سته چي د ورځې تر پایه لاره بیرته خلاصه سي.
دغه دروازه تېره اونۍ هم د افغان پوله ساتو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د جګړې له کبله تړل سوې وه، چي وړمه ورځ بیرته خلاصه سوه.