پاکستاني پوليسو له خپلو خلګو غوښتي چي افغان کډوالو ته خپل ملکيتونه په کرايه ور نه کړي

پاکستاني پوليسو اسلام اباد ته نږدي د مرې په نوم سيمه کي د پاکستاني اتباعو څخه غوښتنه کړي، چي خپل کور، دوکان، هوټل او دې ته ورته نور ملکيتونه افغان کډوالو ته په کرايه ور نه کړي او ټينګار ئې کړی دئ، چي له افغان کډوالو سره نور بايد د راکړې ورکړې معامله او سوداګري تر سره نه کړي. پاکستاني پوليسو ويلي، چي ډېر ژر به د مرې سيمي څخه هم د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کړي، هغوی د خپلو خلګو څخه غوښتنه کړي، چي هغه افغان کډوال چي په دغه سيمه کي په غيري قانوني ډول اوسيږي پاکستاني پوليسو سره ئې په نيولو کي همکاري وکړئ او د خپلي سيمي نږدي پوليسو ته ئې په اړه خبر ورکړئ.