پاکستاني پولیسو د محمود خان اڅکزي پر کور او مځکه چاپه وهلې.

د بلوچستان چارواکو تور پوري کړی چي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د ولسمشرۍ د څوکۍ نوماند محمود خان اڅکزي په کوټه کي مځکه غصب کړې ځکه پولیسو چاپه ورباندي وهلې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي، تېره شپه د کب پر ۱۳مه پولیسو د اڅکزي پر کور، مځکه او د هغه د پلویانو پر کاروبارونو چاپې وهلي دي او یو ساتونکی یې له ځان سره بیولی دی.
په کوټه کي د پولیسو چارواکو بیا رسنیو ته په استولي بیان کي ویلي دي چي پولیسو د کوټي پر کواري سړک د محمود خان اڅکزي له کور سره نږدې پر خالي مځکه چاپه وهلې.
په دغه بیان کي تور پوري سوی دی چي اڅکزي دغه مځکه غصب کړې وه.
خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو عبدالرحیم زیارتوال، نواب ایاز خان جوګیزي او عبدالقهار ودان تر پیښي وروسته په کوټه کي د یوه کنفرانس پر مهال د چارواکو تورونه رد کړي دي.
د دوی په وینا، پولیسو په نورو سیمو کي هم پرته له کوم دلیله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر غړیو چاپې وهلي.
دغه چاپې پر داسي مهال وهل شوي چي اڅکزي د مارچ پر دویمه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته په وینا کي وویلي، وه چي د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په سیاست کي لاسوهنه کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ولسمشرۍ څوکۍ ته هم نوماند دی.