پاکستاني پوځیانو څلور تنه پښتانه د ترهګرۍ بریدونو په تور نیولي دي

راپورونه وایي، پاکستاني پوځیانو څلور تنه پښتانه پرون د یوې چاپې پر مهال د بلوچستان په توبه کاکړۍ سیمه کي د ترهګرۍ په تور نیولي دي.
په یوه ویډیو کي لیدل کيږي چي پاکستاني پوځیانو دغه کسان وهلي جامې يې ورباندي څیرلي او موټر ته یې پورته کوي.
پاکستاني چارواکو مخکي هم په بلوچستان او ځینو نورو سیمو کي پښتانه چي ځیني افغانان هم پکښي دي د ترهګرۍ پېښو کي د ښکېلتیا په تور نیولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *