پاکستاني پوځ ویلي چي له «ترهګرۍ سره د مبارزې» په موخه یې له روسیې سره ګډ نظامي تمرینات پای ته رسېدلي دي

د پاکستاني پوځ د اعلامیې له مخي چي دا نظامي نندارې د اکتوبر په ۱۳مه پيل او پرون پایته رسېدلي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، په دې پوځي تمریناتو کي د روسیې ۵۴ ځواکونو برخه درلوده.
د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې ویل سوي، دا ګډه روزنه د دوی تاریخي اړیکي پیاوړي کوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ګډي ژمني کوي.
بلخوا د روسیې سفیر، د دې همکارۍ د ستایني ترڅنګ ویلي چي سرتیرو خورا لوړ مسلکي معیارونه ښودلي.
پاکستان داسي مهال له روسیې سره ګډ نظامي تمرینات کوي چي په وروستیو کلونو کي په یاد هیواد کي نښتي او چاودني زیاتي سوي دي.