تېره شپه د پاکستان پوځ په کوزي پښتونخوا کي په يوه هوايي بريد سره ۲۴ ملکي کسان وژلي دي
د پاکستان څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي پاکستاني جیټ الوتکو تېره شپه شااوخوا دوې بجې د کوزي پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په تیراه سيمه کي د ملکي خلګو پر کورونو باندي هوايي برید کړی دئ.
د ځايي خلګو په وينا چي دغه هوايي بريد له امله د ښځو او کوچنيانو په ګډون ۲۴ کسان وژل سوي دي.
ځايي خلګ وايي، دا برید پاکستاني جیټ الوتکو د خیبر ولسوالۍ د تیراه په شاډله سیمه کي د ملکي کسانو پر کورونو باندي کړی دئ، چي له امله ئې پنځه کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.