پاکستاني ځواکونو یو پښتون ځوان په شکنجه کولو سره وژلی

راپورنه وایي، د پاکستاني پوځ له خوا په باجوړ کي د ابوبکر په نوم يو ځوان په زندان کي تر شکنجو وروسته وژل سوی.
ابوبکر چي د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ ماموند سيمي اوسېدونکی وو، نا پېژاندو کسانو تېره روژه د خپل دوکان څخه بېولی وو خو اوس یې د باجوړ د خار سکاوټ په زندان کي د شکنجو له امله ژوند له لاسه ورکړی.
د باجوړ اوسېدونکو د دغه پیښي پر خلاف لاریون او اعتراض پيل کړی.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین هم د پاکستاني پوځ له خوا د دغه ځوان وژنه غندلې او د لاریونونو خبر یې ورکړی.
پاکستاني ځواکونو له دې وړاندي هم سلګونه ځوانان په بېلابېلو پلمو زنداني او وروسته وژلي دي.