د پاکستان فدرالي حکومت پرېکړه کړې چي د روان مارچ له ۳۱مي وروسته به په خپل هیواد کي د غیرقانوني بهرنیانو او افغانانو پر ضد سخت قانوني اقدام وکړي.
پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په ادعا ویلي، چي دا پرېکړه وروسته له هغه وسوه چي څرګنده سوه افغان اتباع د پاکستان د ترهګریزو پېښو په زیاتوالي کي مستقیم ښکېل دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو ضربالاجل به نه غځېږي او حکومت پرېکړه کړې چي د مارچ تر۳۱مي نېټې پوري ټول ناقانونه بهرني وګړي، په ځانګړي ډول د افغانستان تابعیت لرونکي او د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي له پاکستانه باسي.
له ټاکل سوي نېټې وروسته، په پاکستان کي په غیرقانوني ډول د دېره بهرنیانو، په ځانګړي ډول افغان اتباعو خلاف قانوني اقدامات ترسره کېږي.
سرچینې زیاتوي چي دا ډول کسان به ونیول سي او د اړوندو چارواکو له خوا به له هیواده وایستل سي.