پاکستاني چارواکي وایي، له وسله والو سره په نښتو کي لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه وسله‌وال وژل سوي

پاکستاني چارواکو نن جمعه ویلي چي د ډیورنډ فرضي کرښي سره نږدې په څو بریدونو کې لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه سخت دریځي وسله‌وال وژل سوي دي.
د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د استخباراتو سرچینو ویلي چې تېره شپه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې چې په درنو وسلو سمبال وه، په جنوبي وزیرستان کې پر یوې پوځي پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې شپږ سرتېري ووژل سول او لس نور ټپیان سول.
د دغو سرچینو په خبره، پر پوځي پوستې له برید وروسته نښتو څو ساعته دوام وکړ.
چارواکو ویلي چې دوه نور سرتېري په سیمه کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او افغان پوله ساتو ترمنځ د نښتو په جلا پېښه کې ووژل سول.
پاکستاني چارواکو همدارنګه ادعا کړې چې تېره شپه د وسله‌والو طالبانو د یوې اووه کسیزې ډلې غړي ډیورنډ کرښي ته څېرمه وژل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *