پاکستاني چارواکی وایي، د تورخم بندېدو له امله سوداګرو ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اوښتی

د پاکستان ګمرکي چارواکو ویلي، چي د یوه مهم مځکني بندر د بندېدو له کبله د افغانستان او پاکستان دوه اړخیز تجارت ته ۱۲ میلیوه ډالره زیان اوښتی دی.
د تورخم لار چي خیبر پښتونخوا ایالت له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د شنبې له ورځي راهیسي د پاکستاني لوري له خوا تړل سوی دی.
د دې لاري د بندېدو دلیل د افغان لوري له خوا د نوي امنیتي پوستې د جوړولو پر سر شخړه بلل سوې ده.
د دواړو خواوو ترمنځ د دې لاري د پرانیستلو پر سر خبرو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.
د تور خم دروازې ته د سوداګریزو مالونو تر څنګ زیات شمېر ناروغان او نور کسان هم په تمه دي چي خلاصه سي خو تر اوسه یې د خلاصېدو په اړه کوم څه نه دي ویل سوي.
پاکستان اکثره وخت په بېلابېلو پلمو پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ دروازې بندوي چي له دې سره د کرښي دواړو لوریو ته زیانونه اوړي.