پاکستانی ملا عبدالرحیم وایي د پاکستان له پاره لوی سرخوږی افغانستان جوړه وي

‏د پاکستان د مشهوري مدرسې جامعۃ الرشید کراچۍ رئیس  ملا عبدالرحیم د یوې مرکې پر مهال ویلي دي، چي د پاکستان د راتلونکي له پاره تر ټولو لوی خطر هند نه، بلکي افغانستان دئ.
هغه زیاته کړې چي افغانستان د نړۍ د بېلابېلو استخباراتي ادارو مرکز ګرځېدلی او هلته هیڅ نظم نسته. د هغه په وینا چي په افغانستان کي موجوده حالت په راتلونکي کښي د سیمي او پاکستان له پاره د سرخوږی سبب کېږي.
د یادوني وړ ده، چی تېر شل کاله پاکستان د ط…البانو ملاتړ کوئ، مګر اوس همدا پاکستان د خپلو ملاتړو ط…البانو څخه د ډار احساس کوي او د خپل هیواد له پاره ئې خطر بولي.