پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان کي وروستي ځان.مرګي بريدونه افغانانو کړي

د پاکستان ایکسپریس ټريبيون ورځپاڼي د جمعې په ورځ په خپل نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي د پاکستان په مرکز اسلام اباد او د وزيرستان په واڼه سيمه کي ځان.مرګي بريدونه افغانانو کړي وو.
د يادي ورځپاڼي په حواله چي د پاکستان دولت ټول شواهد راټول کړي او غواړي دغه شواهد د پاکستان او ط..البانو د مذاکراتو د منځګړو هيوادونو قطر او ترکيې سره هم شريک کړي، چي په پاکستان کي ناامني د افغانستان څخه راځي.
د يادي ورځپاڼي د راپور له مخي چي ډېر ژر به د پاکستان دولت دغه شواهد د ط..البانو سره هم شريک کړي.
بايد وويل سي چي په اسلام اباد او وزيرستان کي د وروستيو ځانمرګو بريدونو مسئوليت تحريک ط..البان پاکستان منلی وو