پاکستان افغان محصلانو ته د علامه اقبال بورسونو درېیم پړاو پیل کړ

د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي افغان محصلانو ته ئې د علامه محمد اقبال د بورسونو درېیم پړاو دوهمه دوره پیل سوې ده، چي افغان محصلان کولای سي د خپلو رشتو اړوند په کښي نوم لیکنه وکړي.
د هغه په خبره چي دا بورسونه د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا له پاره دي او د نجونو له پاره په کښي هېڅ محدودیت نسته .
د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون وايي، دا بورسونه د بېلابېلو رشتو له پاره اعلان سوي او ۴۵۰۰ افغان محصلان به د خپلي خوښي د رشتې او تخصص په اساس به ورڅخه ګټه واخلي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان حکومت تېر کال هم افغان محصلانو ته د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کي ورته بورسونه ورکړي وو.