د پاکستان دولت د افغان کډوالو د ايستلو د بهير له پيل څخه تر دې دمه پوري زرګونه افغان کډوال د خپلي خاوري څخه په زرو او جبر ايستلي.
په افغانستان کي د وروستۍ زلزلې له امله د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د پاکستان له دولته غوښتنه کړې وه، چي د افغان کډوالو د ايستلو بهير دي وځنډوي.
هغه ويلي و چي د افغانستان په ختيځ کي د وروستۍ زلزلې د امله افغانان په يو بحراني حالت کي دي، که چيري کډوال په دغه حالت کي د پاکستان څخه وشړل سي، دا به پر افغانستان فشار زیات کړي او په دغه هيواد کي به بحراني حالت نور هم جدي سي؛ خو د پاکستان دولت د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه رد کړې او ويلي ئې دي، چي د افغان کډوالو د شړلو پروسې ته دوام ورکوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ ويلي، چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل د پاکستان د دولت پرېکړه ده او عملي کېږي به.