پاکستان د ايران سره پر خپله کړې ژمنه پښيمانه سوی

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چي پاکستان د ایران سره ټولي پولي تړلي. دغه رسنيو د پاکستان د حکومت په حواله ويلي، چي، د پاکستان حکومت نغواړي چي د سیمه‌ ایز کړکیچ ښکار سوي ځکه ئې پرېکړه کړې، چي د ايران سره خپلي پولي تړي.
پاکستان دا پولي په داسي حال کي بنده وي، چي مخکي ئې د ایران سره ژمنه کړې وه، چي هري مرستي او همکارۍ ته چمتو دئ. ایراني لوري بیا تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي، خو څه موده مخکي ئې زیاته کړې وه، چي د ګاونډیو سره پرانیستي پولي غواړي.