پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه پر تورخم دروازه د موټر چلوونکو لپاره وېزه جبري کوي

پاکستاني چارواکي وایي، پر تورخم دروازه د پاسپورټ او ویزې لرل د مارچ تر ۳۱مي وروسته د ټولو لپاره لازمي او جبري کوي.
په خیبر کي د ګمرک مسوولینو ویلي، چي سوداګرو ته د مارچ تر ۳۱مي وخت ورکول سوی او تر هغه وروسته افغان موټرچلوونکو او ناروغانو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کوي.
دغه چارواکي وایي، تر دې وروسته به پرته له قانوني اسنادو هیڅوک پر دې لار د سفر اجازه ونه لري.
د پاکستاني چارواکو په وینا، دا شرط پر پاکستانیو موټرچلوونکو هم عملي کیږي او هغوی هم باید بشپړ سفري اسناد ولري.
پر تورخم دروازه پاکستان ته د تلو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل د تیرو څو کلونو راهیسي لازمي دي خو افغان ناروغانو، د ناروغ سره یو تن پایواز او افغان موټرچلوونکو ته اجازه وه چي د وېزې پرته پاکستان ته سفر وکړي.
د روان کال په پیل کي پاکستاني چارواکو پر دغه کسانو هم بندیز ولګاوه او د جنورۍ پر ۱۳مه یې تورخم دروازه د ویزې نه لرونکو کسانو پر وړاندي وتړل.
پاکستان د سپين بولدک پر دروازه هم پاسپورټ او وېزه جبري کړې چي اوس مهال یې پر وړاندي د چمن د خلکو له خوا اعتراضونه روان دي.