د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي دغه هيواد د ایران له خوا د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي له پاره د منځګړیتوب د وړاندیز هرکلی کړی.
د دغه وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي، په یوه خبري ناسته کي ویلي چي ایران د پاکستان نژدې دوست هيواد دئ او اسلامآباد تل د خبرو او ډیپلوماسۍ له لاري د ستونزو د حل غوښتونکی دئ.
نوموړي ټینګار کړی چي پاکستان د ایران له منځګړیتوبه ملاتړ کوي او باور لري چي تهران کولای سي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو په جوړولو کي رغنده رول ولوبوي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ايران د بهرنيو چارو وزير سيدعباس عراقچي ويلي، چي تهران په وروستیو ورځو کي د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او د آرامۍ ټینګښت له پاره هڅي کوي او ټاکل سوې ده چي په نژدې راتلونکي کي یوه سیمهییزه غونډه هم د يادي موضوع په اړه جوړه کړي