د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت رسنیو ته ویلي، چي پاکستاني لوري تېره شپه شاوخوا لس بجې د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
د هغه په خبره، پاکستاني لوري د فرضي کرښي دې غاړي ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کي دغه لار تړلې ده.
د حکمت په وینا، پاکستان له دوی وغوښتل چي فرضي کرښي ته څېرمه دي له تاسیساتو جوړولو ډډه وکړي خو ها غاړي ته دي د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړولو ته غبرګون نه ښیي.
سرچینې زیاته کړې چي دا مهال سلګونه مسافر، ناروغان او بار وړونکي موټر د دغه دروازې خلاصېدو ته په تمه دي.
تورخم دروازه وخت ناوخته د هر ډول تګ راتګ پرمخ د پاکستان له لوري تړل کېږي.
پاکستان تل هڅه کړې چي د سیاسي موخو د پلي کولو په خاطر له کډوالو او تورخم او سپین بولدک له دروازو د فشار په توګه ګټه واخلي.