پاکستان د ط..البانو سره د اړيکو د ښه کولو په موخه کابل کښي خپل شارژادفير چوکۍ د سفير ترکچې لوړوي

پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار وايي چي اسلام‌آباد پرېکړه کړې ده، چي د ط..البانو سره خپلي ډیپلوماتیکي اړیکي د سفیر ترکچي پوري لوړي کړي.
دار په ایکس پاڼه باندي یو پیغام خپور کړی او د پاکستان د حکومت دا پرېکړه ئې اعلان کړې ده.
هغه دغه راز ويلي، چي د اپرېل په ۱۹مه کابل ته د ده تر سفر وروسته د پاکستان او ط..البانو اړیکي مثبت لوري ته رواني دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *