پاکستان د هند زيارت کوونکو ته بې له ويزې د ورتګ تړون د پنځو کلونو لپاره تمديد کړی

د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چي له هند سره يې هغه تړون د پنځو کلونو د اضافي مودې لپاره تمدید کړی دی چي له مخي يې له هند څخه سيک زيارت کوونکي بې له ويزې د پنجاب په کرتارپور کلي کي دربار ګوردوارې ته سفر کوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وایي، دا تړون د پاکستان او هند ترمنځ د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر پر ۲۴ د پنځو کلونو لپاره لاسليک سوی وو.
کرتار پور د راوي دریاب پر غاړه د هند پولي ته نږدې د پاکستان په خاوره کي پروت کلی دی او هلته د سیک مذهب یوه مذهبي ګوردواره ده چي پکښي د سیکانو مذهبي پېشوا د خپل ژوند وروستي ۱۸ کلونه تېر کړي وه.
پاکستان په داسي حال کي د هند اوسېدونکو ته بې له وېزې د ورتګ تړون تمدیدوي چي دغه هیواد پر ډیورنډ فرضي کرښه له کلونو راهیسي د دواړه غاړو پښتنو ته ستونزي جوړي کړي دي او اوس مهال چي پر دغه فرضي کرښه تګ راتګ پر پاسپورټ جبري سوی دی وېزه لرونکي کسان هم زوروي او پیسې ځني اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *