پاکستان: د هند سره د اړيکو د ښه کېدو په موخه ۱۵۰ افغان باروړونکو سوداګريزو موټرو ته د واګه بندر د لاري هند ته د داخلېدو اجازه ور کړې ده

د پاکستان ډان ورځپاڼي د راپور له مخي دپنج شنبې په ورځ پاکستان د افغانستان ۱۵۰ باروړونکو موټرو ته چي هند ته ئې سوداګزیز توکي لېږدول، د واګه له بندره د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
ډان ورځپاڼه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خولي ليکي، چي دغه اقدام ئې د پاکستان او هند د اړیکو د وروستۍ ترینګلتیا د کمېدو په موخه کړی دئ.
د يادوني وړ ده چي د هند او پاکستان ترمنځ اړيکي هغه وخت خرابي سوې چي د هند تر کنترول لاندي کشمير کي پر سيلانيانو بريد وسو او هغوی ته په کښي مرګ ژوبله واوښته. هند په دغه پېښه کي پاکستان تورن کړی خو پاکستان بيا د‌ هند دغه‌تورونه رد‌کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *