پاکستان: ط..البان لا هم د پاکستان او د سیمي د ثبات له پاره مهم رول لري

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار، ویلي چي ط..البان اوس هم د پاکستان له پاره یو مهم ستراتیژیک شریک دئ او د سیمي په ثبات کي اغېزمن رول لري.
دار دا څرګندوني د اروپايي اتحادیې او هند په یوه ګډ کنفرانس کي وکړې او ټینګار ئې وکړ چي د افغانستان راتلونکی باید سوله‌ییز، با ثبات، دوستانه او پرمختللی وي.
هغه پر ط..البانو ږغ وکړ چي باید خپلو ژمنو ته وفادار پاته سي، مسئولانه برخورد وکړي او د ترهګرو ډلو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.
پاکستاني چارواکو بیا اندېښنه ښودلې چي په وروستیو میاشتو کي له افغانستانه د ترهګرو بریدونو کچه لوړه سوې او د اسلام‌آباد په باور، ط..البان باید د دغو ګواښونو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي