پاکستان لس دولتي مامورين نيولي، چي افغانانو ته ئې جعلي پاسپورټونه جوړول

د پاکستان د څېړنو فدرال ادارې لس تنه هغه پاکستاني دولتي کارکوونکي نيولي دي، چي افغانانو ته ئې جعلي پاسپورټونه جوړکړي وه او وروسته ئې دغه افغانان عربستان ته لېږلي دي.
د پاکستان دغه اداره وايي، چي دغه پاکستاني دولتي کارکونکو د جعلي پاکستاني پاسپورټونو په مرسته ۴۱ افغانان سعودي عربستان ته لېږلي او په خبره ئې چي دغه پاسپورټونه د پاکستان د دولت سره په عمومي سيستم کي ثبت او راجستر نه دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور لمخې، دغه افغانان د ۲۰۲۳ زېږیز کال په مي میاشت کشي د خېبر پښتونخوا له سیالکوټ هوایي ډګره تللي دي.
راپور کښي راغلي چي دغه ۴۱ کسان د پاکستان د ملي ډیټابیس د ثبت او د پاسپورټ او کډوالو ادارو سره ثبت او راجستر نه دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *