پاکستان هغه پاکستانۍ مېرمنو ته چي د افغانانو سره يې ودونه کړي وي د دوه ګوني تابعيت ساتلو حق ورکوي

راپورونه وایي، تازه د پېښور عالي محکمي امر کړی، هغه پاکستانۍ ښځي چی له افغانانو سره يې ودونه کړي، د دواړو هیوادونو د تابعيت ساتلو حق لري.
محکمي د داسي کورنيو اولادونو ته هم قانوني عمر (۲۱ کلنۍ) ته تر رسېدو پوري د دواړو تابعيتونو ساتلو حق ورکړی دی.
په دې اړه د تابعيت قانون پر مختلفو مادو له بحث وروسته محکمې پرېکړه کړې ده، چي پاکستانی تابعيت لرونکي ښځي چي مېړه يې د افغانستان تابعيت لري، حق لري چي دواړه تابعيتونه له ځان سره وساتي.
همدا ډول هغه کوچنیان چي له دغه ډول مېندو او پلرونو څخه وي، کولای سي د ۲۱ کلنۍ تر عمره پوري خپل دوه ګونی تابعیت وساتي، خو دغه عمر ته له رسېدو وروسته به په دواړو تابعیتونو کي يو انتخابوي.