په روسيه کي د پاکستان سفير محمد خالد جمالي د ار ټي رسنۍ سره د یوې ځانګړي مرکې پر مهال خبرداری ورکړی، که هند د انډس اوبو تړون (Indus Waters Treaty) مات کړي او د اوبو جریان بند کړي، نو دا به د پاکستان پر وړاندي د جګړې په معنی وي. دغه تړون چي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو وېش تنظیموي، هند تېره میاشت د ترهګرۍ د تورونو په غبرګون کي ځنډولی و.
جمالي وويل: “د اوبو جریان بندول به د پاکستان پر وړاندې د جګړې اعلان وي. دا اوبه د پاکستان د ۲۴۰ میلیونو وګړو له پاره د ژوند اساس دئ.” هغه زیاته کړه چي د اوبو دغه جریان د پاکستان د کرني او اقتصاد له پاره حیاتي اهمیت لري. د هغه په خبره که چيري هند اوبه پاکستان ته ور نه کړي نو دا د جګړې له پاره مستقيم اعلان دئ.
د يادوني وړ ده چي د کشمير تر مسئلې وروسته د هند او پاکستان اړيکي خرابي سوي او دواړه هيوادونو د جګړې له پاره تياری نيولی دئ.