د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د ټولي سیمي لپاره پاکستان د افغانستان له لاري له منځنۍ اسیا سره نښلول کیږي ګټور ګام دی.
خو نوموړی په افغانستان کي لویه ستونزه د ترهګرو ډلو شتون بولي، چي په خبره یې د دې اتصال مخه یې نیولې ده.
شفقت علي خان زیاته کړې چي افغان لوری باید د سیمه ییز توصل لپاره د ترهـ.ګرۍ موضوع حل کړي.
هغه وایي، پاکستان له افغانستان سره په دې اړه تعامل ته دوام ورکوي او په خبره یې، تر هغو چي دغه مسله حل نه سي، د دواړو هیوادونو ګډه همکاري به بې پایلي وي.
که څه هم د طـ.البانو حکومت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندي یې بیا بیا په افغانستان کي د ترهګریزو ډلو د فعالیت په تړاو څرګندوني رد کړي دي.