پاکستان وايي، یو نیم میلیون نور راجستر افغان کډوال باسي له دغه هیواده باسي

په ملګروملتونو کي د پاکستان دايمي استازي منير اکرم ویلي، هیواد يې يو نيم ميليون نور راجستر سوي افغان کډوال هم له پاکستان څخه ایستل کیږي.
اکرم د ملګروملتو په اقتصادي او ټولنیزه شورا کي د وینا پرمهال زیاته کړې، چي په پاکستان کي شاوخوا یو میلیون افغان کډوال ناراجستر دي او زرګونه نور د اوسیدو هیڅ ډول قانوني اسناد نه لري.
د اکرم په وینا، اوس په پاکستان کې ۱.۵ میلیونه راجستر سوي افغان کډوال مېشت دي.
دا پرېکړه په داسي حال کي کیږي چي پاکستان د تېر کال له اکتوبر څخه شاوخوا ۵ لکه افغان کډوال په زوره وایستل، پر دې پرېکړه یې د ملګرو ملتو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له خوا انتقادونه سوي دي.
دې ډلو د جبري اخراج لپاره د پاکستان پلان غندلی او استدلال یې کړی چي دا د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کوي او د دې پروسې د سمدستي درولو غوښتنه يې کړې.