پاکستان وایي، په افغانستان کي له امریکا پاته وسلې د ټي ټي پي لاس ته ورغلي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هیواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، پاکستان په افغانستان کي د طـ.البانو له حکومت او دا چي دغه هیواد په وچه کي پروت دی، همکاریو ته ژمن دی، خو زیاتوي چي، د طـ.البانو حکومت باید د پاکستان پر وړاندي د افغانستان د خاوري د نه کارېدو ډاډ ورکړي.
اسحاق ډار دغه راز ادعا کړې چي په افغانستان کي له امریکایي ځواکونو پاته وسلې د ټي ټي پي لاسونو ته ورغلي دي.
هغه په پاکستان کي د هغو مېشتو افغانانو په اړه چي، درېیمو هیوادونو ته د سفرونو لپاره په تمه دي زیاته کړې چي، که هر درېیم هیواد دغه افغانان ونه لېږدوي، پاکستان به یې بېرته خپل هیواد ته واستوي.
ا.ا تر دې وړاندي ویلي چي، د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کیږي او د افغانستان ټولي وسلې او پوځي تجهیزات خوندي دي.