په ملګرو ملتو کي د پاکستان یوه استازي پر نړیوالي ټولني ږغ کړی چي په افغانستان کي وسله والو ډلو ته د نویو پرمختللیو وسلو د لیږد مخه ونیسي.
په ملګرو ملتو کي د پاکستان د استازولۍ سلاکار سید عاطف رضا په نیویارک کي د امنیت شورا غونډي ته ویلي، چي په افغانستان کي وسله والي ډلي له بهرنیو ځواکونو څخه پاته د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې لري چي د پاکستان دننه په بریدونو کي کارول کیږي.
سید عاطف رضا له خپلو نړیوالو شریکانو وغوښتل چي د دغو پاته وسلو پراخه زیرمه دي بیرته ترلاسه کړي او وسله والو ترهـ.ګرو ډلو ته د هغوی د لاسرسي مخه دي ونیسي.
خو طـ.البانو د پاکستاني چارواکو دا ادعا رد کړي دي او ویلي یې دي چي افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نه دی