پاکستان په افغانستان کي د داعش اړوندو ډلو پر ضد پوځي عملیات ارزوي

پاکستاني رسنۍ دراپ سایټ نیوز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چي د دغه هیواد پوځ په افغانستان کي دننه د داعش له اړوندو ډلو سره د مبارزې لپاره پر پراخو پوځي عملیاتو غور کوي.
دا په داسي حال کي ده چي ا.ا ډير ځله پاکستان په خپله د داعش په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چي داعش افغانستان ته د بریدونو لپاره له بلوچستان څخه ورځي.
د راپور له مخي، د پاکستان پوځ هیله لري چي د دې اقدام له لاري به امریکا د ترهګرۍ پر ضد د یو متحد او ستراتیژیک شریک په توګه بېرته سیمي ته راولي.
دا پلان په داسي حال کي مطرح سوی چي پاکستان له سیاسي بحران سره مخامخ دی.
پاکستان تر دې مخکي د افغانستان له لوري یوازي د ټي ټي پي د ګواښ یادوني کړي خو دا چي اوس داعش یادوي، هدف یې دا دی چي د داعش په یادولو سره به امریکا په دې شخړه کي ښکېله کړي.