پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چي د راولپنډۍ پولیسو یو ځانګړی ټیم جوړ کړی، څو په دغه ښار کي مېشت افغان کډوال ونیسي او د کډوال کمپ ته ئې انتقال او وروسته ئې افغانستان ته ولېږي.
د چارواکو په وینا، دا ځانګړی ټیم ۱۳ فرعي ډلي لري چي د پاکستان د امنيتي ارګانو څخه جوړي سوي دي.
د راولپنډۍ د پولیسو مشر وايي:« د حکومت د امر له مخي ، د بې اسناده افغان کډوالو د نيولو اړوند عمليات روان دي، د همدې عملياتو د ښه ترسره کولو په موخه ئې د پوليسو دغه ځانګړی ټیم جوړ کړی چي هره ورځ ناقانونه افغانان ونیسي او خپل هيواد ته ئې ولېږي.»