پاکستان په نږدې یوه میاشت کي ۳۲زره۲۰۰ افغان کډوال راايستلي دي

پاکستاني رسنیو د حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چي پاکستان د جولای له ۲۱مي د اګست تر ۱۷مي پوري ۳۲زره۲۰۰ افغان کډوال ايستلي دي.

د راپورونو له مخي، د تېر کال په اکتوبر میاشت کي د ټاکنیزو کمپاینونو او د افغان کډوالو د جبري ايستلو  له پیل راهیسي ۶۹۱زره۸۵۳ افغانان له پاکستانه ايستل سوي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي افغانستان ته د ډېرو راستانه سویو کډوالو وضعیت نازک دی.

ډیری راستنېدونکي، چي د سرپناه او د کار د فرصتونو له نشتوالي سره مخ دي، په کابل کي په نیمګړو ودانیو کي يې پناه اخیستې ده.

د يادولو وړ ده، چي په پاکستان او ایران کي افغان کډوال د نيولو او شړلو  په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.

په همدې حال کي په پاکستان کي مېشت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري له ناوړه چلند او همدارنګه د توقیف او له جبري ستنولو شکایت کوي.