پاکستان په چمپينز ټراپي لوبو کي پرله پسې دوهمه ماته وخوړه

د پاکستان کرکټ لوبډلي له هندوستان کرکټ لوبډلي څخه په چمپينز ټراپي لوبو کي په اتو ويکټو ماته وخوړه او دا يې په روانو سیالیو کي دوهمه ماته سوه.
په ياده لوبه کي پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د سعود شکيل ۶۲، محمد رضوان ۴۶ او خوشديل شاه ۳۸ منډو په جوړولو هند ته ۲۴۲ منډي هدف ورکړ او د هند لپاره کولډيپ يادوپ درې او هارډيک پانډيا دوه لوبغاړي وسوځول.
هند ياد هدف په ۴۳م اور کي د ويرات کوهلي ۱۰۰، شيرز اير ۵۶ او شبمن ګېل ۴۶ منډو په جوړولو پوره کړ.
پاکستان په یادو سیالیو کي لومړۍ لوبه هم بايللې وه او په دې سره په ياد ليګ له مخکي تګ څخه پاته سو.