پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو په کندهار کي برید غندلی دی

په کندهار کي د پنجشنبې د ورځي ځانمرګی برید چي له امله یې مرګ ژوبله رامنځ ته سوې د حامد کرزي په ګډون یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو غندلی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چي دا ډول بریدونه د بشر ضد جنایت او غیر اسلامي کار دی.
بل خوا ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، دا ډول بریدونه کوم چي ملکي خلکو ته پکښي مرګ ژوبله اوړي، جنایت او د ټولو قوانینو او اصولو خلاف عمل دی.
د چارواکو په وینا، نن په کندهار کي د کابل بانک مخ ته په ځانمرګي برید کي درې تنه ووژل سوي او ۱۲ نور ټپیان سوي خو عیني شاهدان او د میرویس روغتون سرچینې بیا مرګ ژوبله زیاته یادوي.
د کورنیو چارو وزارت د دغه پيښي د غندلو ترڅنګ ډاډ ورکړی، چي عاملین به یي نیول کیږي او د قانون منګولو ته به وسپارل سي.