پخوانیو ولسمشرانو نړیوال جام ته د فوټسال لوبډلي د لار موندني له امله افغانانو ته مبارکي ویلې

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلي د لار موندني له امله ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده.
مخکیني ولسمشر محمد اشرف په دې اړه پر ایکس لیکلي « دا بری د یوه لرغوني ولس په توګه زموږ د ټینګار، دوام او ځاني ویسا تر ټولو ښکاره نښه ده چي که «سل ځله پر مخ لوېږي پورته کیږي!» او د تیارو له منځه د رڼا څرک ته وځي.»
دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر ایکس نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي د لار موندني مبارکي ویلې ده.
هغه د فوټسال ملي لوبډلي او د سپورټ په ډګر کي د ټولو مستعدو افغان لوبغاړو د لا ډېرو لاسته راوړنو او بریاوو لپاره هیله څرګنده کړې.
ا.ا هم د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته د فوټسال لوبډلي د لار موندني له امله افغانانو ته مبارکي ویلې ده.