پخوانی لوی درستيز د مهاجرت په ژوند کي ټکسي چلوي

د پخواني جمهور نظام د افغانستان د وسلوال ځواک لوی درستيز هيبت الله عليزی، چي د جمهوري نظام په وروستيو کي لوړپوړی نظامي وو، خو د ط…البانو په راتګ سره هغه د افغانستان څخه امريکا ته مهاجر سو. اوس هغه په امريکا کي د خپلو اولادونو له پاره د حل رزق پيدا کولو په موخه ټکسي چلوي.
عليزي د آزادۍ راډيو سره د يوې مرکې پر مهال ويلي دي، چي د خپل فاميل او کورنۍ د پاره د ډوډۍ پيدا کولو په موخه ئې دغه کار پېل کړی دئ.
هغه وايي، چي په دې کي هيڅ شرم نسته بلکي حلاله روزي پيدا کول د ځان له پاره افتخار يادوي.