پخوانی ولسمشر حامد کرزی د درملني په موخه المان ته روان سوی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په رسمي توګه تایید کړې چي هغه نن دوشنبه له غرمي وړاندي المان ته د درملني په موخه تللی دی.
په تېرو نږدې دریو کلونو کي له کله راهیسي چي ا.ا واک ته رسېدلی دا د پخواني ولسمشر حامد کرزي دویم سفر دی چي المان ته یې کوي.
ویل کيږي چي تر دې وړاندي هم پخواني ولسمشر غوښتل د سترګو د جراحۍ لپاره جرمني ته سفر وکړي؛ خو د سفر مخه یې نیول سوې وه.
د ا.ا چارواکو د حامد کرزي د سفر او یا هم پر هغه د سفر د بندیز په اړه تازه څه نه دي ویلي.