پخوانی ولسمشر حامد کرزی له جرمني څخه امریکا ته تللی

پخوانی ولسمشر حامد کرزی له جرمني څخه د خپل ورور قیوم کرزي په جنازه کي د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی.
د راپورونو له مخي ښاغلی کرزى پرون له جرمني څخه د متحده ایالاتو ويرجينيا ایالت ته تللی تر څو هلته د خپل ورور قیوم کرزي د جنازې په مراسمو کي برخه واخلي.
حامد کرزی چي د تداوي په موخه جرمني ته تللی وو ویل کیږي هغه به د خپل ورور د جنازې او فاتحې تر مراسمو وروسته بېرته جرمني ته ولاړ سي.