د کوچنیانو او ښځو په ګډون لسګونه تنه پرون په لبنان او غزه کي د اسراییلي ځواکونو په بریدونه کي ووژل سول.
اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، لبنان کي د ۷ کوچنیانو په ګډون ۲۳ تنه او د غزې په شمال کي د نهو مېرمنو په ګډون ۱۷ کسان وژل سوي دي.
په راپور کي راغلي چي د اسراییل پوځ د سوریې د پلازمېني دمشق په څنډه کي هم د هوایي برید له کبله د سوریې د دفاع وزارت په وینا ۷ ملکیان وژلي دي.
دا بریدونه داسي مهال کېږي چي، نړۍ دې ته سترګي په لاره ده چي د امریکا ټاکني به د اسراییلو او د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو ترمنځ پر جګړې څه اغېز وکړي.
بل لور ته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته یې تر اوسه درې ځله له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبري کړي او په وینا یې دوی دواړه د ایران او د هغوی د عناصرو ګواښونو ته په یوه نظر ګوري.