پر افغانستان د پاکستان تر هوايي بريد وروسته بهرنیو چارو وزارت پاکستانی سفير احضار کړی

په افغانستان کي د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کي ويلي، چي پر پکتیکا او خوست ولایتونو د پاکستان له هوايي بريد وروسته یې پاکستانی سفير عبیدالرحمان نظاماني احضار کړی او احتجاجلیک يې ورته سپارلی دی.
بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته ليکلي، چي د نړۍ د زبر ځواکونو خلاف (اسلامي امارت) د ازادۍ اوږده مبارزه او تجريبه لري او چاته اجازه نه ورکوي، چې پر خاوره یې تېری وکړي.
وزارت د پاکستان له نوي حکومت او ولس څخه غوښتي، چې د ځينو کړيو د ناسمو کړونو له کبله دي اړيکې نه پېچلي کوي.
پر افغانستان د پاکستاني الووتکو له لوري په ترسره سويو بریدونه کي د دریو ماشومانو په ګډون اته ښځې وژل سوي دي.
ااا پاکستان ته ګوتڅنډنه کړې، چي که دا ډول بریدونه دوام وکړي، پاکستان ته به بدې پایلې ولري.