پر اوکراین د روسیې د تېري شپې حملو له کبله لږترلږه ۱۳ ملکي وګړي ټپیان سوي دي

د اوکراین پر زاپوریژیا ښار د روسیې د تېري شپې حملو د استوګني ګڼ شمېر جګپوړي ودانۍ زیانمني کړي او لږترلږه ۱۳ ملکي وګړي پکښي ټپیان سوي دي.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت نن وویل چي د ژغورني ډلو له څو زیانمنو ودانیو څخه خلک امن ځایونو ته ایستلي.
پر زاپوریژیا د روسيې تازه حمله یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چي چارواکو د اوکراین په خارکییف ښار کي هم په ورته حملو کي د ۲۱ ملکي وګړو د ټپې کېدو خبر ورکړ.
روسیه دا نه مني چي د خلکو د استوګني سیمي یې په نښه کړي، خو وروسته له دې چي روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبروري کي پر اوکراین یرغل وکړ، تردې دمه زرګونه اوکراینیان د روسیې په حملو کي مړه او ټپیان سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *