پر اوکراین د روسیې په برید کي پنځه کسان وژل سوي او ۵۵ ټپیان سوي دي

پر اوکراین د روسي ځواکونو د بریدونو له امله د یوه تنګي ځوان په ګډون پنځه کسان وژل سوي او ۵۵ نور ‎ټپیان سوي دي.
دغه کسان د اوکراین په بېلابېلو سیمو کي ټپیان او وژل سوي دي.
بل‌خوا د روسیې تر کنټرول لاندي ژاپورېژیا کي د اوکراین د برید له امله د پنځو کوچنیانو په ګډون شپږ کسان ټپیان سوي دي.
د اوکراین پوځ وايي، چي تېره شپه یې د روسیې له لوري له وېشل سویو ۶۵ ډرون څخه ۳۷ راغورځولي دي.