د اوکراین په بېلابېلو سیمو کي د روسي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۴ کسان وژل سوي او ۳۰ نور ټپیان سوي دي.
د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي چي روسي ځواکونو د شپې پرمهال د ختیځ دونتسک په ډوبروپیلیا ښارګوټي برید کړی چي له امله یې، ۱۱ کسان وژل سوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د بېړنیو خدمتونو ادارې زیاته کړې چي په دې بریدونو کي اته، پنځه پوړیزه ودانۍ، یوه اداري ودانۍ او ۳۰ موټرونه هم زیانمن سوي دي.
د خارکیف والي پرټېلېګرام لیکلي چي د ختیځ اوکراین په خارکیف کي د بوګودوخیف سیمه کي د روسیې د بېپېلوټه الوتکي له برید وروسته لږترلږه درې کسان وژل سوي او اووه نور ټپیان سوي دي.
د یادې ادارې په وینا، په اودیسه کي هم د ډرون الوتکي د بریدونو له امله ویجاړۍ رامنځته سوي دي.
دا بریدونه داسي مهال سوي چي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، له امریکا سره په ګډه کار کوي، تر څو د سولي هلي ځلي ګړندۍ کړي.