د جمعې په ورځ سهار وختي د اسرائیلو له خوا پر ایران پیل سوي هوايي بریدونه، د شنبې په ورځ هم دوام لري. دغه بریدونه، چي د ایران پر بېلابېلو سیمو سوي، د ایران دفاعي ځواکونه ئې غبرګون ته اړ کړي دي. د راپورونو له مخي، ایران په پلازمېنه تهران، اصفهان، زنجان او اهواز سیمو کښي خپل پرمختللي هوایي دفاعي سیسټمونه فعال کړي، ترڅو د اسرائیلو د احتمالي نورو بریدونو مخه ونیسي.