د ايران څخه باوري سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تر دې دمه پوري د اسرائیلو په بريدونو کي د ايران په بېلابېلو سيمو کي د درې افغانانو د وژل کېدو خبر تائيد سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي دغه وژل سوي افغانان حفیظ بوستاني، عبدالولي او حبیبالله جمشیدي نوميږي، چي د ايران په بېلابېلو سيمو کي اوسېدل.
سرچينه زياتوي، چي حبیبالله جمشیدي د هرات د کشک رباط سنګي اوسېدونکی، حفیظ بوستاني د پروان سالنګ ولسوالۍ د اهنګرانو کلي اوسېدونکی او
۱۸ کلن عبدالولي د غور د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی وو.
دغه وژل سوي افغانان د خوارۍ او غريبۍ د پاره ايران ته تللي وه، چي په ايران کي د اسرائيلو په بريدونو کي وژل سوي دي.